text
stringlengths
0
136
د هغه پر وجود تر ۰ ډېر ټپونه وو چې دده د جنګونو د مېړنتوب
د معراج بي بي څلور اولادونه وو. خو یارمحمد د هغې زوی نه و
فتح بي بي اولاد نه درلود. او هغې يو ماشوم په غږ اخیستی و چې
ابراهيم نومېده. دوست محمد د کنور سردار بايي سره هم واده کړی و
چې د راجپوت انند سنګ لور وه او یو څو اولادونه يې لرل.
يو ه هندواڼۍ ښځه تر يوه برياليتوب وروسته په انعام کې ورله
ورکړل شوې وه چې نوم یې جای کنور و او د مسلمانېدو وروسته یې
ورته تاج بي بي وویل. ددې درې اولادونه وو
دا څرګنده نه ده چې د هغه ځای ناستي یارمحمد چې وروسته د
بهوپال دویم نواب شو. د دوست محمد د کومې ښځې زوی و. ځینې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
۲ 000119653
‎-٢۴ ۰‏ دوست محمد خا ن
اندازې داسې دي چې کېدای شي دی د یوې مسلمانې ښځې زوی وي
چې له معراج بي بي نه وروسته دوست محمد کړې وه.
په دې کې شک نشته چې دوست محمد د پخې ارادې خاوند و.
ګنې په داسې یوه سیمه کې چې ‎٠‏ فیصده هندوان وي او خواو شا له
هر لوري په دښمنانو کې راګېر وي د يوې مسلمانې نوابۍ جوړول
اسان کار نه وو. هغه له فتح بي بي سره دومره مینه لرله چې د بهوپال
سرکاري بېرغ تر اوسه فتح نشان نومېږي.
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
دويم څېرکنی
بهوپال په اتلسمه پېړۍ کې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‎٧۷۰‏ بهوپال په اتلسمه پېړۍ
‏کله چې دوست محمدخان د مالوی په پراخه سیمه کې ځان ته د یو
ملک د جوړولو هلې ځلې کولې. د ډیلي د تخت لپاره د مغول پاچا
اورنګزېب د لمسو تر مینځ د واک لپاره سازشونه روان وو. یو پسې
به بل شهزاده پر شاهي تخت کښېناستو. | و بيا به يا په جنګ کې او
یا د سازش له لارې ووژل شو. په حيد رآباد کې د مسلمانانو تر ټولو
لوی ریاست مشر نظا م له مرهټو سره په جنګ و او یو وخت د دوی
لښکرې د دوست محمد لپاره هم خطر راودروو دوست محمد په دې
حال کې له هوښیارۍ کار واخیستو او له نظام سره يې د سولې تړون
وکړو ددې تړون له مخې ده نظام ته لس لکه روپۍ باج يو فيل او
خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمد د یرغمل په توګه وروسپارل. یارمحمد
په حیدراباد کې څلورکاله تېر کړل. له ده سره د بهوپال درې عالمان
ورلېږل شوي وو. خو د حيدرآباد په دربار کې د یارمحمد ښه روزنه
وشوه. هغه اردو او فارسي ژبې زده کړې. د نورو شهزادګانو غوندې
‏يې د اس سپرلي. د تورې| وسياست تعليم وکړو.د دوست محمد د
مړینې پر وخت حيدرآباد بهوپال د خپلو وزرو لاندې نیولی وو.او دې
ریاست ته يې د ملګري په سترګه کتل. نظام سمدلاسه د ۴۰۰
پوځیانو په بدرګه یارمحمد لکه د یوځای ناستي نواب بېرته بهوپال
ته ورولېږلو. ده ته یې د نواب او امیر خطاب ورکړو اوله شاهي بېرغ
او پوځي درناوي سره د یارمحمد فیل د بهوپال خاورې ته ورداخل
شو. خو دلته له وړاندې د دوست محمدخان ژوندی ورور عاقل
محمدخان د یارمحمد اته کلن مېرنۍ ورور د سلطان محمدخان نوابي
اعلان کړې وه. ددې فیصلې تر شا د بروکټ پښتنو د ځنيو مشرانو غْرٍ
هم ورګډ وو
‏#هوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٢٧٢‏
‏د دوست محمد دیوان «مشر وزی بیجي رام د یارمحمد په پلوي د
سلطان محمد د نوابۍ دعوا ردکړه. ځکه یو خو دی ماشوم وو او بل د
سیاست تجربه يې نه لرله. د سلطان محمد مور ته د جاګیر پېشکش
وشو.او هغې د خپل زوی له حق نه لاس واخیستو دغسې په ۱۷۲۸ م
د اګست پر ‎۳٣‏ نېټه یارمحمد د بهوپال د دويم نواب په توګه خپله
دنده په غاړه واخیسته.
په کور دننه پښتنو هغه د دوست محمد د مشر زوی په حيثنواب
ومنلو ځو د مرهټو خطر هم هغسې موجود وو چې اوس د مالوی د
کنټرول لپاره يې چريکي حملې کولې یارمحمد له مرهټو سره
همدغسې په یوه جنګ کې له نورو بندیانو سره یوه ښکلې راجپوت
نجلۍ هم شامله وه چې ماموله بايي نومېده یارمحمد له وړاندې
نورې ښځې لرلې خو د خپل پلار په پل يې پل کېښود او له ماموله
بايي سره يې واده وکړو. په راتلونکو کلونو کې دې مېرمنې د بهوپال
سیاست کې لوی اغېز وکړو خو دا په خپله بي اولاده مړه شوه د
یارمحمد مشر زوی فیض محمد په ۱۷۳۱م کې وزیږېد دده څلور
نور زامن حيات محمد . سعیدمحمد . حسين محمد او یاسين محمد
له بېلا بېلو مېرمنو نه وزېږېدل
خو ماموله بايي د بهوپال په سیاسي چارو کې يو فعاله رول پيدا
کړ. دې خپل نوم نه و اړولی خو مسلمانه شوې وه او په بهوپال کې