text
stringlengths 0
136
|
---|
کې دوراها. سي هور. اچاور. اشتا او د شجال پور سیمې دده په
|
کنټرول کې راغلې د ځینو سیمو د رانیولو لپاره په جنګونو کې د ده
|
دوه وروڼه هم ووژل شول.
|
په ۱۷۱۵ کې د ده پلار نورمحمدخان مړ شو. دوست محمد د
|
سیمې د هندوانو او په تېره بیا د راجپوت قام سره خپل اړیکي هوار
|
ساتل او له ځینو سره یې ملګرتیا هم کوله. د اوسني بهوپال حیثيت
|
هغه وخت د یوه کلی وو او دا د ګېنور يوه برخه وه. د ګېنور شاوخوا
|
هغه وخت د هندوانو دوه قامونه اوسېدل یو ګونډ او بل بهیل نومېده
|
دوی قبيلوي ژوند کاوه. په وړو وړو ډلو ويشلي او خپل مشر یې
|
لرلو. په دوی کې تر ټولو زورور د نظام شاه په نوم واکمن و. ده ډېرې
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
١ -٨٨۸ ملت محمد خان
|
ښځې لرلې خو کملاپتي یې د خپل وخت يوه ډېره ښايسته. هوښياره
|
او ځیرکه ښځه وه. ځايي خلکو به په سندر رو او متلونو کې ستایله. د
|
عالم شاه په نوم د نظام شاه یو تربور د چین پور بارا د سیمې راجه وو
|
یا خو په کملاپتي مین وو او یا یې د ګېنور واکمني غوښتله نو یوه
|
ورځ يې نظا م شاه ته په ډوډۍ کې زهر ورکړو د هغه له مړینې وروسته
|
ده پر کملایتي زور راوړ چې ورسره واده وکړي د هغې لپاره یوازينۍ
|
لاره چې د خپل خاوند د مړینې بدل هم واخلي او د عالم شاه له خطره
|
ځان هم خلاص کړي. یو زورور سړی پيدا کول و او په دې سیمه کې
|
له وړاندې د دوست محمد د مېړانې او د هغه د چلند نغاره غږېده. د
|
راکهي د لمانځلو پر وخت کملاپتي د سر د
|
راکهي وتړله او دی يې ورور رکړ. د هندوانو د راجپوت قام په دې
|
لمانځلو کې خویندې د خپلو وروڼو پر ښي مړوند یو زرین تار تړي.
|
خواړه ورله ورکوي. ورور پر دې موقع پیسې يا تحفه د هغې په لاس
|
اېږدي. دا رسم د ورور او ځور د يوه ابدي تړون نښه ګڼلی شي. کله
|
کله به مېرمنو د خپل ناموس د ساتنې لپاره پردي سړي ته هم راکهي
|
تړله
|
کونډې کملاپتي په ډېره هوښیارۍ له دوست محمد ځان دا ژمنه
|
واخيسته چې د ورور په حثيت به د هغې د ناموس ساتنه کوي او د
|
هغې د خاوند قاتل به هم وژني. ددې په بدل کې راڼۍ ورله د یو لکو
|
روپیو د ورکولو لوظ وکړ. دوست محمدخان له ژمنې سره سم عالم شاه
|
ووژلو خو کملاپتي يو لک روپۍ نه لرلې هغې ورله پنځوس زره
|
روپۍ پوره کړې او د نورو په بدل کې يې د بهوپال کلی وروسپارلو
|
دا د دوست محمد د نوابۍ د پلازمېنې لومړی بنسټ و کملاپتي
|
٠ کاله ښه په ارام ژوند وکړ. کله چې هغه په ۱۷۷۳م کال کې مړه
|
بهوپال د هندوستان پښتانه تت
|
00065١ 661٨
|
دوست محمد خان -. -۱٩٩
|
شوه. نو دوست محمدخان دا کلا او د دې ټوله شتمني تر ځخپل لاس
|
لاندې راوستله په دې وخت کې د کملاپتي زوی نوال شاه وسله
|
پورته کړه | 4 خو د دوست محمد د
|
ځواکونو له خوا ووژل شو
|
اوس چې دوست محمد ته پراخه سیمه پيدا شوه نو هغه خپلې پښې
|
ټینګې کړې او د یوه خپلواک حکمران په توګه د بهوپال او شاوخوا
|
سیمو واکمن شو. په دغو شپو ورځو کې د مغول دربار او مرهټه وو
|
تر منځ د واک پر سر جنګ روان و نو دوست محمدخان په داسې حال
|
کې یو خوا مغول دربار ته سوغاتونهو استول او هغوی ته يې خپله
|
وفاداري څرګنده کړه. نو بل لور یې د مرهټه واکدار ته ماليه دچوت؛
|
چې د حاصل څلورمه برخه کېده ورکوله. خو مرهټه وو ته یې ماليه په
|
دې شر ط ورکوله چې هغوی به دده چارو کې لاسوهنه نه کوي
|
اسلام نګر
|
په ۱۷۲۰ م کې بهوپال د یوه کلي غوندي و او دې کې تقریبا زرو
|
کسانو ژوند کاوه. خو دوست محمد په اسلام نګر کې اوسېده ددې
|
له لرغونې ماڼۍ سره جوخت هغه ځان له یوه ماڼۍ جوړه کړې وه. چې
|
تر اوسه پاتې ده بهوپال له دې ځايه ۱۵ ميله جنوب ته دی
|
د مرهټو او راجپوت سره په جنګ کې دوست محمدخان هېڅ ډول
|
اصول نه منل.د اتلسمې پېړۍ په سر کې د هندوانو پر ځاوره داىېې
|
ځان ځاني وه چې مسلمانان تر خپلو مینځو او هندوان تر خپلو مینځو
|
په جنګ اخته وو له ١۱۷۱م کال نه تر ۵١۱۷م پورې دوست محمد
|
د بهوپال شاوخوا څو ځلې د راجپوتو سره وجنګېدو. په پراسون
|
نومي ځای کې دا جنګ څو ورځې روان و. په دې کې د هولي ورځې
|
08:٨ : بهوپال د هندوستان پښتانه
|
-٢۰٢- ی٢ کا خان
|
شوې. دا هغه لمانځنې دي چې راجپوت هندوان پر یوه بل رنګ پاشي
|
او د یوه بل کورونو ته ورځي. د راجپوتو مشر دوست محمد ته پیغام
|
ورواستوو چې د دوی د مذهبي لمانځنو په وياړ دې څو ورځې جنګ
|
بندي وکړي دوست محمد ورسره دا خبره ومنله خو دی پوهېدو چې
|
د هولي په ورځو کې راجپوت نه يوازې لمانځنې کوي دوی بنګ هم
|
څښې او خپله وسله یې| ېښي وي. يوه شپه دوست محمد خپل يو
|
جاسوس د ګداګر په لباس کې د راجپوت پوځي کېمپ ته ورواستوو.
|
چې حال راوړي هغه خبر راوړو چې ر راجپوت نشه دي. دوست محمد
|
هم نور انتظار ونه باسلو او هم هغه شپه يې ورباندې چپاو وکړ او
|
جنګ یې وګټلو د بېراسيه نه شل کیلو میټره لرې د جګدېش پور کلی
|
و او د یو بل راجپوت ډلې مشر ناراسنګ راوچوهان دوست ته د خبرو
|
اترو پيغام ورواستوو چې د سولې تړون ورسره وکړي. دوست دا
|
وړاندیز ومنلو او له دواړو غاړو د ٢١ کسانو په بدرګه دوست او
|
چوهان په جګدېش پور کې د تهال سیند په غاړه له یوه بل سره د ليدو
|
فیصله وکړه د روغې جوړې لپاره ددې غونډې کوربه دوست محمد و
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.