text
stringlengths 0
136
|
---|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
دوست محمد خان ٧۳۲
|
غوښتنو سره سم له خپلې سیمې هندوستان ته ورغلی و او په ډيلي
|
کې يې یوه اسلامي مدرسه پرانستې وه دی يې له ځانه سره خپل
|
کورته بوتلو ډوډۍ یې ورله ورکړه ها و کله چې د هغه ساه صورت پر
|
ځای شو . نو دوست محمد ورته خپل مشکل وویلو دی نږدې یو کال
|
د ملا جمالي په کور کې پاتې شو
|
ملا جمالي د بدخشان اوسېدونکی و او په ډیلي کې د ده د مدرسې
|
او دینی تعليم له کبله ډېرو خلکو پېژندلو هغه وخت مغول پاچا
|
اورنګزېب د اتيا کالو و او زیاتره به د ملک په جنوب کې په جنګونو
|
بوخت و. په جنوب کې د ده زامنو پخپلو کې ناندرۍ اېرۍ وهلې چې
|
د پلار ر تر مړينې وروسته به یې څوک پر تخت کښېني اورنګزېب ته
|
وفاداره د ده واليان چې افغان. ترک. هند او د مرکزي اسيا
|
اوسېدونکي وو د خپل قدرت د ساتلو لپاره ځان - ځان ته لګيا وو
|
مغول سلطنت په ټوټې کېدو و او هر چا غوښتل چې په راتلونکي کې
|
د واکدارۍ لپاره سمه لاره غوره کړي. په دې وخت کې اروپايي
|
ملکونو هم اندازه لګولې وه چې هند یو مهم ځای دی او د دو له خوا
|
هم تجارتي او سفارتې ډلې پرله پسې راروانې وې چې خپلې اغېزې
|
قوي کړي. انګرېز خو د ايسټ انډیا کمپنۍ دفترونه په مدراس او
|
بنګال کې ښه پاخه جوړکړي وو. د حيد رآباد او اودهه غوندې نوابيو
|
کې يې پوځ هم ساتلی و په دې وخت کې دوست محمد خان چې د
|
تیرا غرونو کې يې ژوند کړی و. د هند د هغه وخت کلتور ته سترګې
|
وازې نیولې وې دغه وخت ډیلی د بېلا بېلو قامونو او کلتورونو په
|
ورګډېدو ډېر پرمختللی ښار و. هر ډول هنرمندان. لیکوال. شاعران
|
او عالمان دلته راټول وو. خو دوست محمد خان ددغه يوه کال په
|
موده کې له ملا جمالي نه ډېره زده کړه وکړه له ژبې پرته يې د
|
بهوپال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
دوست محمد خان ۳٣
|
بېلابېلو مذهبونو کلتورونو او د دو د اخلاقو مطالعه او مشاهده
|
کوله او ځان به یې ورته برابرولو. دی به مشاعرو ته ورتللو . د لوبو او
|
س ځغاستې په سیالیو کې به یې ونډه اخیستله او د نظام الدین په
|
درګاه کې به یې قوالي اورېدله .
|
خو له دي هرڅه سره له هغه خپل هدف هېر نه وو... د مغول په پوځ
|
کې نوکري اوس هم دده ارمان وو. ملا جمالي هڅه وکړه چې دوست
|
محمدخان دینی زده کړو ته پام وکړي او د ده غوندي عالم شي. خو
|
دوست محمد خان دا نه غوښتل. نو اخر ملا جمالي ورته يو اس او
|
پېنځه اشرفۍ ورکړې چې ځان په مغول پوځ کې ورګډ کړي. هغه
|
وخت د اورنګزېب د وسله تون مشر میر فضل الله و
|
په ۱۷۰۴ کې دوست محمد ځان خپل لومړي مسلکي جنګ ته
|
حاضر شو. دا جنګ په ګواليار کې د بندیل کنډ سیمه کې و. ددې
|
ځای والي تردي بېګ له پاچا بغاوت کړی و او هم د ده د مخنيوي
|
لپاره د مغول پوځ ورواستول شو. دوست محمد په لومړۍ دسته کې
|
شامل و. خو ډېر ژر مغول پوځ په ګونډو شو. د تردي بېګ قومندان
|
کاشکوخان نومېده او سخت جنګیالی سړی و... دوست محمدخان د
|
تورې ګوزا رونه وخوړل او ټپي هم شو. چې ویې لیدل د ده پوځ په
|
بدحال کې دی. . نو فیصله یې وکړه قومندان ته ځان ورسوي ده خپله
|
نېزه راواخیسته او په هغه هاتي يې یرغل وکړ چې کاشکوخان پرې
|
سپورو. خو د هغه ساتونکيو | وهاتیوان ورباندې ګوزارونه وکړل
|
دوست محمدخان په دې هم بې حوصلې نه شو او ځپلې حملې يې
|
جاري وساتلې. دی په ځپلې روزنامچې کې کاړي
|
یو وخت هاتي دی په خپل خړتم کې ونیولو خو ده ترې ځان ن خلاص کړ
|
او د خړتم په مټ لوړ وروخوت او په یو ګوزار یې کاشکوخان ووژ
|
بهوېال د هندوستان پښتانه
|
00011953 ۲ 9٧
|
-٢٣۴٣۰- دوست محمد خان
|
د قومندان په وژنه د تردي بېګ پوځ وارخطا شو او د مغول پوځ
|
ماتې په بري واوښته. اورنګزېب ته خبر ورکړی شو او ورسره د دوست
|
محمدخان د مېړانې کيسه هم ډیلي ته ورسېده. میرفضل الله هغه
|
خپل دربار ته وروغوښت او تابيا یې وکړه چې اورنګزېب یې وویني
|
په ٧۷۰۵ کې اورنګزېب ١٢ کاله د مرهټه وو سره له جنګونو
|
وروسته بېرته ډیلي ته راغلۍ دوست محمدخان اوس د ۳٣ کالو و
|
دی په خپله روزنامچه کې کاږي
|
يوه ورڅ دده لښکر د مغول باچا د معاینې لپاره اورنګ آباد ته
|
وروغوښتل شو. دی ليکي که څه هم اورنګزېب پاچا ډېر زوړ او
|
ستړی ښکارېده ولې دده شخصیت داسې و . چې دی پرې اغېزمن
|
شو. اورنګزېب پر ټولو عسکرو | و د دوی پر قومندانانو یو ځغلنده
|
نظر واچاوه| و بيا یې سترګې پر دوست محمدخان ابسار رې شوې. پر
|
ده يې غر وکړ: "ې ځوان روهيله راوړاندې شه | وماته ځان حاضر
|
که"
|
بيا ده فضل الله ته مځ ورواړاوه او ورته ويې ويل چې دا ځوان
|
ښکلی. قوي او د اوچتې کور رنۍ ښکاري. د دې خبرې تابيا يې وکړه
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.